کراچی۔8جنوری(اے پی پی) وزيراعظم شهبازشريف وئيلي دي چې عصري غوښتنو سره مطابقت لرونكي خودكار نظام سره به ??خوانے نظام ختم شي٬ په ټولو څانګو كښې به اي – ګورننس نظام نافذ كولے شي٬ د حكومتي اقداماتو له امله په برآمداتو کښې زياتوالې راغلې او ګراني كمه شوې ده ?? سرمايه كاري زياتولو له ټېكس اصلاحات ضروري دي٬ د اړان پاکستان ??رو??رام بریالیتوب لپاره به ??ولو له په ګډه خواري كول وي۔ ده د دې خيالاتو څرګندونه د شورو په ورځ د فيس ليېس كسټمز اسسمنټ سسټم پرانستې دستورې ته ??طاب كښې وكړه۔ په دې موقع نائب وزيراعظم او خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار، د خزانې وفاقي وزير اورنګزېب، د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطاء تارړ، د سندھ ګورنر کامران ټيسوري او د سندھ اعلی وزير سيد مراد علي شاه هم موجود وو۔ وزيراعظم ووئيل چې د اېف بي آر او كراچۍ پورټ د افسرانو خدمات د ستائنې وړ دي٬ قوم له ډېرې مودې راهسې د دې كاميابۍ تمه لرله٬ د هېواد معاشي پرمختګ او سوكالۍ له داسې كول ضروري وو۔ دې نظام سره به د درآمد كوؤنكو او كسټمز چارواكو ترمينځه نېغ په نېغه بشري لاس وهنه كمه شي۔ ده ??وئيل دې نظام سره به د كھېب كليئرنس زر تر زره ترسره كولو كښې مرسته ??رلاسه شي۔ ده ??وئيل درې اونيو څخه دا نظام كار كوي۔ د دې نوي نظام له مخې د كليئرنس عمل 107 ساعتونو څخه كمېدو سره 19 ساعته ??ه راغلې دې او دا ښكاره كاميابي ده۔ ده ??وئيل 88 فیصد درآمد كوؤنكي دې نظام څخه مطمئن دي۔ ده ??وئيل حكومت كښې راتللو سره مو په اېف بي آر كښې د اصلاحاتو عمل پېل كړو٬ د تېر كال په مقابله كښې زياتې وصولۍ شوې دي۔ ده ??وئيل ټېكس غلا كښې كمي سره به د سرمايه كارانو حوصلې زياتې شي او هېواد ته ??ه سرمايه كاري راشي۔ ده ??وئيل زمونږ د محصولاتو په هدفونو كښې د 400 اربه روپو فرق دے۔ د ټیکس ټو جی ډی پی هدف 10.6 فیصد ؤ كوم چې 10.8 فیصد ترلاسه شوے دے۔ ده ??وئيل مونږ د ټېكس غلا مخنيوي ته ??اص پام ګرځولے دے۔ ده ??وئيل د حكومت هڅو سره معاشي اشاريې مستحكم شوي دي ، پالیسی رېټ 22 فیصد څخه كمېدو سره 13 فيصد ته ??اغلې دې٬ ګراني 38 فیصد څخه 4.1 فیصد ته ??اغلې ده٬ برآمدات مخ په زياتېدو دي٬ د ټېكسټائل برآمدات 11 فيصد زيات شوي دي٬ په ترسيلات زر كښې 24 فيصد ٬ آئي ټي برآمدات كښې 34 فيصده اضافه شوې ده۔ وزيراعظم ووئيل په اړان پاكستان كښې د ټولو خوارۍ سره كاميابي ترلاسه كولې شوو۔ ده ??وئيل مونږ ټولو له به د هېواد معيشت مضبوطول وي٬ د بجلۍ قيمتونه به ??يټوؤ٬ د بجلۍ ګردشي قرضه 2500 اربه روپۍ ده ??ه دې كښې بجلۍ غلا په شمول نورو عوامل شامل دي۔ ده ??وئيل ډسکوز صوبو ته وركولو له چمتؤ يؤ۔ مشاورت سره به د دې ټي او آرز وضعه كړې شي۔ ده ??وئيل د بندرځايونو په شمول په ټولو څانګو كښې به د اي ګورننس نظام نافذ كړؤ۔
Nguồn bài viết : xổ số kiến thiết hôm nay